موږ د یوې څو پوړیزه ودانۍ په یوه کوچني اپارتمان کې ژوند کوو چې د مینځنۍ کچې یو شمېر کورنیو سرپناه ده. خو د فیلیس ډومیسټیکا کورنۍ غړي چې زموږ کمپلیکس یې خوښ شوی ښايي د هوښیارو انسانانو یا هومو سیپینز له غړو څخه یې شمېر زیات وي. ځکه دغه چارپایان چې راټولېدونکې پنجې لري، او د خپل هېواد د کاکا پر زامنو زمریانو، پړانګانو، تور غوږو او خالداره امریکايي پړانګانو (اوسلوټ) باندې ویاړلی شی، په ګاونډ کې له هېچا نه وېرېږي. د پیشوګانو زیاتېدونکی نفوس نهه ژونده لري چې د هغوی پنجې هر چا ته زیان رسوي خو ګڼو نورو ته سکون او خوښي وربښي.
زموږ د کوڅې دغه پیشوګانې د سیمې په اړه سخت حدود لري. تر ځمکه لاندې، لومړي او دوییم پلور موږکان پر پخلنځیو د کنټرول له کرښو څخه د لوږې له یرغلونو پرته، په خپلو پوړونو کې پاتې کېږي. سپاچه (برنډه یا تراس) یوازې د ځوانانو لپاره دی او کله ناکله د سیام (پخواني ټایلنډ) پخواني اشراف هم د بدن د څټلو او لمر اخیستلو لپاره کار ترې اخلي. ځینې نر پیشوګان، په هغو ځایونو کې چې داسې کومه خونه نه وي چې یوه پیشو په کې تاو شي، هوسا ګوټونه مومي تر څو په خر خري خوب وکړي، لکه د څواکیدار کابین، چېرې چې ښايي دوی د لنډ خوب غریب ملګري موندلي وي. خدای دغو پیشوګانو ته د غږیز یا صوتي صندوقونه ورکړي دي، یو د خرېدلو (خر خر) او بل د میوېدلو (میو) لپاره، او د ځینو پیشوګانو لوړ غږونه (سوپرانو) په ځانګړو مواردو کې په خپلو شپنیو ارکسترونو سره زموږ د سیمې ټول اوسېدونکي وېښ ساتي.
ځینې اوسیدونکي چې غواړي د پیشو په څېر پاک وي کله چې دا خړ پیشوګان د دوی شیان ګډوډ کړي غوسه کېږي. د اوسېدونکو تر منځ بازان پوخ احساس لري چې دغه پیشوګان باید په نهه تسمهیی متروکې سره و ایتسل شي. خو کوترې زړه نازړه په تمه دي او ګوري چې پیشو له کوم لوري ټوپ کوي. ښه، موږ نه پوهیږو چې د دغه خطرناک کار لپاره به چا ته ویل کېږي.